د اوربند اړتیآ
دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

بسم الله الرحمن الرحیم

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان

 

Die Kommission für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1, 44799 Bochum

Email:      shagnan1@yahoo.de

 

 د سولې او آزادي کمسیون اعلامیه

د اپریل دوهم ـ ۲۰۱۳ م کال

په وروستيو میاشتو کې د سولې په استقامت هلې ځلې چتکې شوې . هغه سره جوخت جګړه ایز تحرکات زور موندلې  چه په ترڅ کې ېې یوازی په تیرو میاشتو کې په سلګونو افغانان ژوبل یا وژل شوې دي : د جګړې د تعاملاتو له مخې د جګړی اړخونه زیار باسي چه د جګړی د فشار په بنست باندې په راتلونکې مذاکراتو کی اغیز واچوي.

هر څومره ژر چه د سولې  پروسه پلې شي هغومره د بشري او غیر بشري زیاتي تلفاتو مخه نیول کیږي .

     د سولې او آزادي کمسیون هغه هلو ځلو ته هرکلي وایي  چه د جګړې د اړخونو له خوآ  د سولې په مقصد  تر سره کیږي . وسله والو مخالفینو (طالبان ، حزب اسلامی ) ته د یو دیالوگ رسمی مرکز د درلودلو حق د نړیوال نظامي ائتلاف د واقعبینی او د سولې د داعیي د ملاتړ نشه ده .  مقاومت سره د یوه رسمي مرکز د چینل د لاری د خبرو اترو پیل د بل هر وخت په پرتله دا اطمینان پیاوړې کړی چه د افغانستان ناورین یوازې د خبرو اترو د لارې پاي موندلې شي .

د سولې او آزادي د کمسیون په اند د خبرو اترو د اجندآ په سر کی باید « اوربند » قرار ولري . د اوربند مخکني شرط هم دا دي چه وسله وال مقاومت پدې باندې داد ترلاسه کړی چه د امریکا جګړه ایز سیاست سولې خواته لیوالتیآ موندلې ده .  پدغه برخه کې امریکا د خپل حسن نیت د ښودلو په مقصد باید د مقاومت بندیان خوشې کړي. بیګنا او بې دفاع بندیان باید د مذاکراتو په پروسه کی د چانه وهلو په لاسوند بدل نشي. مخکی د رسمي خبرو اترو نه  د ګوانتانامو نه بندیان خوشې کول ،  دا پیغام ځان سره  درلودلاي شي  چه امریکا د جګړې د دوام اراده نلري او په خپله ژمنه  «  وروسته له دی موږ د افغانستان دمسلح مخالفینو (طالبانو اوحزب اسلامی ) سره جګړه نه کوو ... » ولاړ ده . پدې حالت کې  یقینآ  خبرې اترې  افغانستان ته  سولې ور په برخه کولاي شي . انشآالله .

اوربند د ملګرو ملتونو تر سروالي لاندې د یو کمسیون له خوآ څارنه کیږي . په کمسیون کې د نړیوال سره صلیب ، بشري حقونو کمسیون (ملګرې ملتونو په تړاو ) ، اسلامي کانفرانس او  د عفو نړیوال سازمان استازې به غړیتوب ولري . «  پاي »

 

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون


April 3rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها